Home » افغانستان » پنجشېر کې ځيني نظامي مسوولان د والي لرې کيدل غواړي

پنجشېر کې ځيني نظامي مسوولان د والي لرې کيدل غواړي

له پرون جمعې ورځې د (کب ۲۷مې) راهيسې په ټولنيزو رسنيو کې د پنجشېر امنيت امر حميد خراساني ته منسوبه وېډيو لاس په لاس کېږي او نوموړی په کې د پنجشېر والي مولوي قدرت‌الله له کړنو شکايت کوي.

نوموړي ويلي چې د والي په تړاو يې يو شمېر پېښې د کورنيو چارو وزارت د داخلي امنيت له رئيس سره په همغږۍ مستندې کړې او په دې اړه يې ټول جزيات د نوموړي وزارت له سرپرست سراج‌الدين حقاني سره شريک کړې دي.

حميد د مولوي قدرت‌الله د کړنو په اړه ډېر وضاحت نه دی ورکړی؛ خو تور يې پورې کړی چې نوموړي د شرعي قانون له پلي کولو او له تقوا څخه مخ ګرځولی دی.

نوموړي په دې وېډيو کې د طالبانو له مشر ملا هبت‌الله اخندزاده غوښتي، چې د خلکو ستونزو او شکايتونو ته په پام سره دې د پنجشېر والي له دندې لرې او پر ځای دې يې بل کس معرفي کړي.

حميد زياته کړې، که د خلکو له شکايتونو سره سم يادې ستونزې ته رسېدنه ونه شي، نو ښايي د خلکو او حکومت ترمنځ فاصله رامنځته شي.

بل پلو، د اسلامي امارت د وياند مرستيال وياند بلال کريمي له رويداد سره په خبرو کې ياده موضوع سيمه‌ييزه او سطحي وبلله؛ خو زياته يې کړه چې د يادې موضوع د حل په موخه د مسوولانو له لوري هڅې پيل شوي دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...