رفحې په شمال لوېدیځ کې د کډوالو یو پنډغالی د یکشنبې په شپه د اسراییلي الوتکو لخوا په نښه شو او د اسراییلي پوځ په وینا، حماس له دغه کمپلکس څخه کار اخلي او په دغه برید کې د دغې ډلې دوه لوړ پوړي غړي وژل شوي دي.
د فلسطین روغتیايي چارواکو اعلان کړی چې د غزې د تړانګې په جنوب کې د رفحې په ښار کې د اسراییلو په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۳۵ کسان وژل شوي دي.
د اسراییلو پوځ دغه برید تایید کړی او ویلي یې دي چې د حماس یو مرکز یې په نښه کړی او د حماس دوه جګپوړي وسله وال هم وژل شوي دي.
د غزې د روغتیا وزارت چې د حماس تر ولکې لاندې دی، خبر ورکړی چې په وژل شویو کې زیاتره ښځې او ماشومان دي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
دا بریدونه دوه ورځې وروسته له هغه شوي چې نړیوالې محکمې له اسراییلو وغوښتل چې پر رفح خپل پوځي بریدونه پای ته ورسوي.
رفح د تل اویو په جنوب کې موقعیت لري؛ پر غزې د اسراییلي پوځ له برید وروسته دغه سیمه د اسراییلي پوځ د هوايي بریدونو او وژونکو بمباریو له کبله د بېځایه شویو وروستۍ پناه ځای دی.
د حماس روغتیايي چارواکو اعلان کړی چې د تېر اکتوبر له اوومې راهېسې پر غزې د اسراییلو د بریدونو د قربانیانو شمېر له ۳۶ زرو ډېر دی.
حماس د یکشنبې په ورځ د اسراییلو د برید په اړه په خپل وروستي غبرګون کې د فلسطینیانو د “پاڅون” او “لاریونونو ” غوښتنه کړې ده.