Home » افغانستان » پر سردار محمد داوود خان روغتون بريد په کور دننه او بهر غبرګونونه پارولي

پر سردار محمد داوود خان روغتون بريد په کور دننه او بهر غبرګونونه پارولي

د سردار محمد داوود خان پر ۴سوه بستريز روغتون پرونی بريد په کور دننه او بهر له غبرګونونو سره مخ شوی دی. ملګرو ملتونو په دې اړه پرون ناوخت ويلي، پر روغتيايي کارکوونکو او د روغتيايي خدمتونو پر ترلاسه کوونکو ملکيانو بريد د بشري او نړيوالو اصولو خلاف عمل دی.

دې سازمان په يوه ټويټ کې د بريد له امله له وژل شويو او ټپي افغانانو سره خواخوږي ښودلې او پر سردار محمد داوود خان روغتون د سې‌شنبې (لړم ۱۱مې) بريد يې غندلی دی.

د روغتيا نړيوال سازمان هم نوموړي بريد ته په خپل غبرګون کې له زيانمنو سره د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ ويلي، چې روغتيايي مرکزونه بايد له هر راز وسله‌وال بريد خوندي وي.

دې سازمان په خپله ټوېټر پاڼه کې ليکلي چې روغتيايي مرکزونه بايد هدف ونه ګرځول شي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم پر سردار محمد داوود خان روغتون شوی بري بشري جنايت او دغه راز يې د افغانستان پر وړاندې د دسيسو دوام بللی دی.

نوموړي زياته کړې چې له ورته وضعيت څخه د خونديتوب په موخه د وضعيت په اړه ژور درک او دغه راز ملي يووالي ته اړتيا ده.

د راپورونو له مخې پر سردار محمد داوودخان روغتون بريد کې ۲۰ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي. خو د طالبانو وياند ذبيح‌الله مجاهد د بريد پړه پر داعش ډلې ور اچولې او ويلي يې دي چې د يادې ډلې د بريدګرو په له منځه وړلو سره يې پر نوموړي روغتون بريد خنثی کړی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...