د خيبر پښتونخوا په بنو سيمه کې د شمالي وزيرستان د مداخېلو قبيلې پرلت نن د ۷مې ورځې لپاره هم دوام لري او د پاکستان له حکومت غوښتنه کوي، چې په خوست کې د هوايي بريد له امله دې وژل شوو وزيرستاني کډوالو ته انصاف ورکړي.
پرلت کوونکي ټينګار کوي چې په ياد بريد کې بېګناه ښځې، ماشومان او سړي وژل شوي چې ټول د وزيرستان د مداخېلو قبيلې اړوند دي. دوی غوښتنه کوي چې هر څه ژر دې يې غږ واورېدل شي.
دې پرلت ته څو ورځې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين هم ورغلی و او د وينا پرمهال يې له افغانستان او پاکستان وغوښتل، چې د کرښې په دواړو غاړو کې دې امنيت ټينګ کړي.
پاکستاني ځواکونو د روانې اپرېل په ۱۶مه پر خوست او کونړ هوايي او ځمکني بريدونه وکړل، د دې بريدونو له امله يوازې په خوست کې له ۴۰ ډېر عام ولسي خلک ووژل شول او ګڼ نور ټپيان شول.