Home » افغانستان » پخوانۍ امریکایي ډیپلوماټه:امریکا د افغانستان اوسني دولت ته وفاداره نه ده
رویداد خبري آژانس

پخوانۍ امریکایي ډیپلوماټه:امریکا د افغانستان اوسني دولت ته وفاداره نه ده

یوې پخوانۍ امریکایي ډیپلوماټې ویلي، امریکا نه یوازې دا چې په افغانستان کې یې طالبانو ته ماتې نه ده ورکړې بلکې داسې دولت یې هم نه دی جوړ کړی چې وکولی شي په یوازې ځان دغې ډلې ته ماتې ورکړي.

د افغانستان لپاره د امریکا پخوانۍ ځانګړې استازې لورل مېلر ویلي، امریکا د افغانستان اوسني دولت ته وفاداره نه ده او ممکن له نویو څېرو سره سیاسي شراکت وکړي.

نوموړې زیاته کړې، امریکا د سړۍ جګړې په دوره کې له حقاني شبکې او یو شمېر نورو افرادو سره کار کاوه خو وروسته یې ورسره دښمني پیل کړه.

مېلر دغه راز د سولې پروسې ته په اشارې ویلي چې امریکا د خپلو سرتېرو ایستلو لپاره طالبانو سره یوه نیمګړې هوکړه کړې ده چې کېدای شي په دغه هېواد کې پر یوې اوږدې کورنۍ جګړې تمامه شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...