Home » افغانستان » پخواني ولسمشر کرزي؛ پښتون قومي جرګه د ستونزو هواري لپاره اغېزمن ګام بللی

پخواني ولسمشر کرزي؛ پښتون قومي جرګه د ستونزو هواري لپاره اغېزمن ګام بللی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د خیبر پښتونخوا په بنو کې د پښتون قومي جرګې له ترسره کېدو هرکلی کړی او دا جرګه يې په افغانستان او سيمه کې د ستونزو د هواري لپاره نېک او اغېزناک ګام بللی دی.

نوموړي په خپله فېسبوک پاڼه کې نن سې‌شنبه د (کب په ۲۴مه) د پښتون قومي جرګې له پرېکړې هرکلی او ملاتړ کړی دی. کرزي زياته کړې چې په ياده جرګه د ښځو پراخ گډون او په اقتصادي، سیاسي او فرهنگي چارو کې د ښځو حقونو د تامین لپاره د جرگې سپارښتنې د ستايلو وړ دي.

د پښتون قومي جرګه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر محمود خان اڅکزي په نوښت د روانې مارچ په ۱۱مه رابلل شوې وه او څلور ورځې يې دوام وکړ.

په دې جرګې کې د خيبر پښتونخوا او سوېلي پښتونخوا پر ملت‌پاله ګوندونو او جريانونو سربېره، د قبايلي سيمو زرګونه ملت‌پاله ځوانانو او ښځو هم ګډون درلود.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...