Home » سیمه او نړی » پاکستان کې پر نظامي مرکزونو د احتمالي بريدونو خبرداری ورکړل شوی

پاکستان کې پر نظامي مرکزونو د احتمالي بريدونو خبرداری ورکړل شوی

د پاکستان کورنيو چارو وزارت د پښتونخوا په شمول د دغه هېواد په ټولو ايالتونو کې مسوولانو ته د پوځ او امنيتي ځواکونو پر مرکزونو د احتمالي وسله‌والو بريدونو او چاودنو په اړه خبرداری ورکړی دی.

دې وزارت ويلي چې په ټولو ايالتونو کې يې په لېکلې بڼه مسوولانو ته د احتمالي بريدونو خبرداری ورکړی او ويلي يې دي چې د مالوماتو پر بنسټ، وسله‌وال غواړي د بلوچستان پنجګور سيمه کې وروستي بريد ته ورته، پر نظامي مرکزونو ورته نورو بريدونه هم ترسره کړي.

له دې سره د پاکستان کورنيو چارو وزير شېخ رشيد احمد هم پرون شنبه د (سلواغې په ۱۶مه) د يوې غونډې پرمهال د بريدونو احتمالي زياتوالي اړه اندېښنه ښودلې ده.

نوموړي زياته کړې چې ممکن په راتلونکو څو ورځو کې د وسله‌والو له لوري د پاکستان په بېلابېلو برخو کې يو لړ وسله‌وال او بمي بريدونه ترسره شي.

په پاکستان کې دا امنيتي اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي، چې بلوڅ بېلتون‌پالو د بلوچستان په پنجګور سيمه کې د پاکستان د پوځ پر يوه مرکز د درېيو ورځو لپاره جګړه وکړه او په ترڅ کې يې پاکستاني پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله وا وښته.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...