د پاکستان د جمعيت علمای اسلام ګوند د پنجاب ايالتي مشر او دغه راز د منظورالاسلام په نوم د مدرسې محتمم مفتي عزيزالرحمن او د نوموړي ۵ زامن د مدرسې پر زدهکوونکو د جنسي تيري په قضيه کې تورن وپېژندل.
د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، خپله د عزيزالرحمن په شمول د هغه زامن عطاءالرحمن، عتيقالرحمن، لطفالرحمن، الطافالرحمن او وسېعالرحمن هغه کسان دي چې د محکمې د پرېکړې له مخې يې په خپله مدرسه کې پر زدهکوونکو جنسي تېری کړی دی.
هغه مهال چې د تېرې اکټوبر مياشتې په ۱۸مه د منظورالاسلام په نوم د مدرسي يوه زدهکوونکي مفتي عزيزالرحمن پر جنسي تېري تورن کړ او د نوموړي وېډيو يې پر ټولنيزو رسنيو پر خپرولو سربېره پوليسو ته هم وسپارله، نوموړی د پوليسو له لوري ونيول شو او د خلاصون په موخه يې ضمانتونه رد شول.
خو د نوموړي زامن هم چې هغه مهال له مفتي عزيزالرحمن سره يو ځای نيول شوي وو، پر ضمانت خوشې شول.
د يادې ادعا په اړه متفي عزيزالرحمن ويلي و، په مدرسه کې د يوه زدهکوونکي له لوري په خوراک کې نشه ورکړل شوې او نوموړی پر ځان نه پوهېده چې د چا له لوري څه ورسره کېږي؟