Home » افغانستان » پاکستان: له سيمه‌ييزې اجماع وروسته د طالبانو حکومت په رسميت پېژنو

پاکستان: له سيمه‌ييزې اجماع وروسته د طالبانو حکومت په رسميت پېژنو

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې په ملګرو ملتونو کې د دغه هېواد دايمي استازي منير اکرم په حواله راپور ورکړی، چې پاکستان د افغانستان سرپرست حکومت په رسميت پېژندلو ته هغه مهال تيار دی، څو په دې اړه سيمه‌ييزه اجماع رامنځته شي.

منير اکرام د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کې ويلي، په افغانستان کې د يومانا ماموريت دوام ښه پرېکړه ده او په خبره يې، ملګري ملتونو خپل اړوند مسايل له دې لارې د افغانستان له سرپرست حکومت سره همغږي کولی شي.

منير اکرم داسې مهال د افغانستان سرپرست حکومت د رسميت پېژندلو بحث مطرح کړی، چې تازه د نوموړي سازمان سياسي استازولۍ يا يوناما ماموريت په افغانستان کې يوه کال لپاره تمديد شو.

ډان ورځپانې په دې اړه خپل راپور کې ياده کړې، چې د چين په کوربته‌توب د افغانستان په اړه د سيمې هېوادونو راتلونکې غونډې د بحث عمده موضوع به، د افغانستان حکومت په رسميت پېژندل وي.

دا غونډه ټاکل شوې چې په راتلونکي اپرېل کې ترسره شي او په کې به د چين، ايران، تاجکستان، پاکستان، ازبېکستان، ترکمنستان بهرنيو چارو وزيران او د طالبانو استازی هم ګډون وکړي.

په افغانستان کې د اسلامي امارت واک ته له رسېدو ۷ مياشتې تېرېږي، خو تر اوسه د هېڅ کوم هېواد له لوري يې سرپرست حکومت په رسميت نه دی پېژندل شوی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...