وروسته له هغې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پاکستان له لوري پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار غځولو مسئله يو ځل بيا پر جدي بحث بدله شوه، تازه نن چهارشنبه د (مرغومي په ۱۵مه) د پاکستان پوځ اعلان کړی چې له افغانستان سره د يې د ډيورنډ پر کرښه د اغزن تار د غځولو کارونه ۹۴ سلنه بشپړ شوي دي.
د پاکستان د پوځ وياند بابر افتخار نن يوه خبري کنفرانس ته ويلي، ټاکل شوې چې پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار د غځولو پاتې کارونه به ډېر ژر بشپړ شي.
نوموړي زياته کړې چې د اغزن تار له غځولو يې موخه د کرښې دواړو خواوو ته د ولسونو وېشل نه، بلکې دواړو لورو ته د امنيت ټينګول دي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د اسلامي امارت ځواکونو د ډيورنډ کرښې په ځينو نقطو کې د پاکستان له لوري د اغزن تار د غځولو مخه نيولې وه.