Home » سیمه او نړی » پاکستان:د ملګرو ملتونو ترهګرۍ ضد قراردادونه مو عملي کړي
رویداد خبري آژانس

پاکستان:د ملګرو ملتونو ترهګرۍ ضد قراردادونه مو عملي کړي

پاکستان ادعا کوي چې د افغان طالبانو په ګډون یې د نورو وسله والو ډلو پر وړاندې د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد قرارداد عملي کړی دی.

د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۵ میلادي کال د ترهګرۍ ضد قرارداد یې په بشپړه توګه عملي کړی دی.

د دغه وزارت په خبره، دوی د افغان طالبانو په ګډون پر نورو وسله والو ډلو سفري بندیزونه لګولي او پر غیر قانوني وسلو یې هم کلک بندیزونه لګولي دي.

پاکستان دا څرګندونې د ایف ای ټي ایف تر ناستې مخکې کړې دي. یادې ادارې د ترهګرۍ پر وړاندې د اقدام نه کولو له امله پاکستان خړ لیست کې اچولی و او خبرداری یې ورکړی دی چې که چېرته د ترهګرو پر وړاندې عملي او رغنده اقدامات ونه کړي نو تور لیست کې به یې شامل کړي.

په ورته وخت کې د چارو شنونکي وایي چې پاکستان تل ژمنې کړې دي خو لا هم ترهګر روزي او پټنځایونه ورکوي. دوی له دغې ادارې غوښتنه کړې ده چې پر پاکستان فشار راوړي څو له ورته کړنو لاس پر شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...