Home » افغانستان » پاينده: امريکا په افغانستان کې له ډيموکراسۍ او بشري حقونو سره وفا ونه کړه

پاينده: امريکا په افغانستان کې له ډيموکراسۍ او بشري حقونو سره وفا ونه کړه

د ماليې پخواني سرپرست وزير خالد پاينده له واشنګټن پوسټ سره په مرکه کې چې تازه خپره شوې، په افغانستان کې له ډيموکراسۍ او بشري حقونو سره د امريکا متحده ايالاتو پر چلند نيوکه کړې.

نوموړي ويلي، په داسې حال کې چې امريکا؛ افغانستان ته د سپټمبر ۱۱مې په اړه د خپلې پاليسۍ په مرکزيت کې ځای ورکړ، خو په خبره يې بيا يې هم په دې هېواد کې له ډيموکراسۍ او بشري حقونو له تحقق سره وفا ونه کړه.

پاينده زياته کړې، چې د افغانستان وروستي وضعيت له امله هر چارواکی په خپل ځای مسوول دی او په خبره يې دی هم د دغه مسووليت احساس کوي.

خالد پاينده له واشنګټن پوسټ سره په دې مرکه کې زياته کړې، چې د خپل ماموريت پرمهال يې د ولس ځور په سترګو لېده او په خبره يې د هغه وخت د يوه چارواکي په توګه د ولس دغه ځور ورته له زغم وتلی و.

نوموړي د ماليې له وزارت څخه خپلې استعفا ته هم اشاره کړې او ويلي يې دي، په وروستيو کې يې له مخکيني ولسمشر محمد اشرف غني سره اړيکې خرابې وې او له وزارت څخه تر استعفا وروسته له دې وېرې، چې ګواکې ولسمشر غني يې بندي نه کړي، امريکا ته لاړ.

نوموړی دامهال په امريکا کې د ټکسۍ چلولو له لارې عايد ترلاسه کوي او خپل عادي ژوند په دې هېواد کې مخته وړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...