د پاکستان په پارلمان کې مخالفو سياسي ګوندونو چې د عمران خان ضد د بېباورۍ په تحريک کې راټول شوي وو، بېګاه شپه د (وري په ۲۰مه) عمران خان ته د بېباورۍ رايه ورکړه او په دې توګه يې نوموړی د لومړي وزير له څوکۍ لرې کړ.
دا د پاکستان په سياسي تاريخ کې لومړی ځل دی چې په پارلمان کې د بېباورۍ تحريک بريالی کېږي او لومړی وزير سره د خپل حکومت لرې کوي.
له رايې اچونې وړاندې د پارلمان رئيس اسد قيصر له رياست څخه استعفا وکړه، چې ورسره د مخالف مسليم ليګڼ ګوند غړي اياز صادق د پارلمان مشري په غاړه واخيسته او د عمران خان خلاف د بېباورۍ پروسه يې مخته يووړه.
په پارلمان کې د ۳۴۲ غړيو له ډلې ۱۷۴ هغو د عمران خان خلاف رايه وکاروله او په دې توګه يې نوموړی بې باوره او له څوکۍ لرې کړ.
عمران خان تر اوسه د يادې بېباورۍ په اړه څه نه دي ويلي؛ خو چارواکو خبر ورکړی چې نوموړی د لومړي وزير له دفتر وتلی او په اسلاماباد کې خپل کورته تللی دی.
ټاکل شوې چې مخالف سياسي ګوندونه د يوې رايې اچونې له لارې لومړی وزير وټاکي. ښکاري داسې چې د مسليم ليګن ګوند مشر شهباز شريف چې په عين حال کې د بېباورۍ تحريک مشري هم په غاړه لري، د لومړي وزير په توګه غوره شي.