د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ، د اسراییلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره کتلي او پر یو لړ موضوعاتو یې خبرې کړې دي.
د سپینې ماڼۍ د معلوماتو له مخې، د دواړو مشرانو په خبرو کې مهم بحث د غزې او اسراییلو ترمنځ د اوربند په تړاو و چې تر ۱۵میاشتنۍ جګړې وروسته وشو.
د امریکا جمهور رئیس د سه شنبې په ماښام د اسراییلو له لومړي وزیر سره تر لیدنې وروسته، یوې خبري ناستې ته وویل چې امریکا پر یوې طرحې کار کوي ترڅو د غزې کنټرول ترلاسه کړي.
د نوموړي په خبره په غزه کې به وجاړ شوي ودانۍ ونړوي او بیا به یې له سره ورغوي او هلته به خلکو ته اقتصادي فرصتونه برابر کړي.
ټرمپ وویل: “امریکا به د غزې کنټرول ترلاسه کړي، موږ به پکې یو ښه کار وکړو.”
دا چې د غزې په تړاو به د ټرمپ طرحه د حماس لپاره د منلو وړ وي او که نه دا هغه پوښتنه ده چې وخت به یې ځواب کړي.
د یادونې وړ ده چې دا لومړنی بهرنی مشر دی چې د لوړې له مراسمو وروسته له ټرمپ سره ګوري.