د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي که طالبان ټاکنو کې ګډون وکړي، اماده یو چې ټاکنې وکړو.
ښاغلي اشرف غني دغه خبرې پرون د افغانستان بهرنیو چارو وزارت کې د دغه هېواد په دیپلوماتیکه اډانه کې د اصلاحاتو او بهرني سیاست لومړیتوبونو پر موضوع یوه سیمنیار کې وکړې.
ولسمشر غني وویل له ټاکنو پرته واک چا ته نه پریږدي او که طالبان ټاکنو ته حاضر شي دوی چمتو دي چې ټاکنې وکړي.
ښاغلي اشرف غني وویل د حکومت د تګلارې پر بنسټ به د ملي حاکمیت، جمهوریت، ملي وحدت، بې پریتوب، اتصال او تلپاتې عادلانه سولې هدف ته ورسېږي.
په ورته وخت بیا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي په مسکو او ترکیه کې د افغان سولې خبرې د قطر د سولې خبرو د بهیر یوه برخه ده.
دغه وزارت زیاتوي د افغانستان دولت مرکچیان له طالبانو له پلاوي سره په دوحه کې په خبرو بوخت دي او دا لړۍ به روانه وي.