Home » افغانستان » ولسمشر:اسدالله خالد د شهید اوونۍ درناوي مراسمو لپاره د لس کسیز کمېسیون مشر ټاکلی
رویداد خبري آژانس

ولسمشر:اسدالله خالد د شهید اوونۍ درناوي مراسمو لپاره د لس کسیز کمېسیون مشر ټاکلی

ولسمشر محمد اشرف غني د شهید اوونۍ د درناوي مراسمو او امنیت نیولو لپاره د ملي دفاع وزیر اسدالله خالد په مشرۍ لس کسیز کمېسیون ټاکلی.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دافغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د یو فرمان پراساس د شهید اونۍ، د هیواد د ملي اتل احمد شاه مسعود د شهادت د نوولسم تلین او د سولې شهید پروفیسور استاد برهان الدین رباني د شهادت د نهم تلین د درناوي مراسمو لپاره لس کسیز کمېسیون وګوماره.

خبرپاڼه لیکی، د دې حکم پر بنسټ د ملي دفاع وزیر اسدالله خالد په مشرۍ د افغانستان اسلامي جمعیت ګوند رئیس سید عنایت الله شاداب، د جمهوري ریاست د دیني چارو سلاکار مولوي عنایت الله بلیغ، د مسعود بنسټ رئیس احمد ولي مسعود، د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال، د مارشال محمد قسیم فهیم بنسټ رئیس ادیب فهیم، د اطلاعاتو فرهنګ وزارت نشراتي معین، د کابل امنیه قوماندان، د لوړپوړو مقاماتو د ساتنې او امنیت عمومي رئیس، د کابل د ملي امنیت رئیس او د ملي راډیو ټلویزیون عمومي رئیس د یاد کمېسیون غړي دي.

د خبرپاڼې له مخې، ولسمشر محمد اشرف غني په دې حکم کې کورنیو چارو وزارت، ملي امنیت عمومي ریاست او د کابل د ګډو ځواکونو قومانداني مکلف کړي چې د دغو مراسمو ټینګ امنیتي تدابیر ونیسي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...