Home » افغانستان » ولسمشرغني: ښځینه مرستیال والیانې د اړیکو پر اساس نه‌ټاکل کېږي
رویداد خبري آژانس
ولسمشر محمد اشرف غني

ولسمشرغني: ښځینه مرستیال والیانې د اړیکو پر اساس نه‌ټاکل کېږي

د افغانستان ولسمشر وايي په ۳۴ ولایتونو کې د والي د مرستیالانو په توګه د ښځو د ګمارنې پروسه په درېیو میاشتو کې بشپړېږي.

محمد اشرف غني دا خبره تېره  شنبې په سمنګان ولایت کې د ځايي اوسېدونکو یوې غونډې ته وکړه.

ولسمشر غني وویل چې په دې ګمارنه کې د واسطو مخه نیول کېږي: “په ۳۴ ولایتونو کې د ښځینه مرستیالانو د ټاکلو پروسه د ښځو چارو وزارت، د محلي ارګانونو خپلواکې ادارې او اداري اصلاحاتو کمېسیون له‌خوا روانه ده.

هېڅوک له دولتي چارواکو، وکیلانو یا هم وتليو شخصیتونو سره د اړیکو پر اساس نه‌ټاکل کېږي. د دې لپاره چې حق، حقدار ته ورسېږي، که خدای کول د یوه کمېسیون له‌خوا د ټاکلو معیارونو له مخې دا پروسه په درېیو میاشتو کې بشپړېږي.”

د افغانستان حکومت تېره میاشت (د جولای پر شپږمه) اعلان وکړ چې د ټولو ولایتونو لپاره به یوه یوه ښځه د والي د مرستیالې په توګه ټاکل کېږي.

حکومت د دغه کار هدف په قدرت کې د ښځو شریکول او د اداري اصلاحاتو عملي کول ښوولي وو.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...