Home » افغانستان » ولسمشرغني د پاکستان له لومړي وزیر سره پر سولې او اوربند خبرې کړې دي
رویداد خبري آژانس

ولسمشرغني د پاکستان له لومړي وزیر سره پر سولې او اوربند خبرې کړې دي

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له ولسمشر محمداشرف غني سره په خبرو کې په افغانستان کې د اوربند د ټینګېدو ملاتړ کړی.

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني او لومړي وزیر عمران خان تېر ماښام د سپتمبر ۲۸ (تلې شپږمه ) د ټیلیفون له لارې د دواړو هيوادونو د اړيکو، سولې بهیر او په افغانستان کې د اوربند په اړه خبرې کړي.

ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې ښاغلي غني په دغوخبرو کې په اوربند ټينګار کړی او د پاکستان لومړي وزير عمران خان ته يې افغانستان ته د رسمي سفر بلنه ورکړې.

په خبرپاڼه کې د ښاغلي خان له قوله راغلي: :”موږ په افغانستان کې د اوربند ټينګښت بشپړ ملاتړ کوو “.

د پاکستان لومړي وزیر د جمهور رئيس غني له بلنې څخه په مننې ویلي چې په نږدې راتلونکې کې به کابل ته سفر وکړي.

د پاکستان لومړي وزیر دغه راز د ملګرو ملتونو ۷۵مې غونډې ته د وینا په مهال ویلي چې هېواد یې د افغان سولې په بهیر کې د اسانتیاو د برابرولو په برخه کې خپل مسولیتونه ترسره کړي دي.

عمران خان زیاته کړې چې افغانان باید د سولې له رامنځ ته شوي فرصت څخه استفاده وکړي او د افغانستان لانجې ته سیاسي حل لاره پیدا کړي.

د هغه په وینا په افغانستان کې د سولې او ټيکاو په راتلو سره به په سیمه کې د پرمختګ او اړیکو نوی څپرکی پیل شي.

د پاکستان لومړی وزیر په داسې حال کې کابل ته سفر کوي چې په دوحه کې د افغان دولت او وسله‌والو طالبانو د مرکچي پلاو د تماس ډلې له دوه اونیو راهیسې د بین‌الافغاني مذاکراتو د ترسره کولو لپاره د کړنلارې په جوړولو بوخت دي.

له دې وړاندې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په قطر کې د بین‌الافغاني مذاکراتو په پرانیست غونډه کې له ګډون وروسته اسلام‌اباد ته سفر وکړ او د افغان سولې په پروسه کې یې د پاکستان له همکارۍ مننه وکړه.

ښاغلي خلیلزا د پاکستان له لوړپوړو چارواکو سره د لیدنې پر مهال په افغانستان کې د سولې د ټینګېدو په برخه کې د پاکستان په ګډون د سیمې د هېوادونو د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بندیان کړي

په اسلام اباد کې د ...