Home » افغانستان » ولسمشرغني د ناول لیکونکي نصیر احمد احمدي پر مړینه خواشیني ښودلې
رویداد خبري آژانس
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

ولسمشرغني د ناول لیکونکي نصیر احمد احمدي پر مړینه خواشیني ښودلې

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ناول او کیسه لیکونکي نصیر احمد احمدي پر مړینه خواشیني وښوده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي: “نصير احمد احمدي د پښتو ژبې د بډاينې او په ځانګړي ډول د پښتو ناول ليکنې په برخه کې د قدر وړ هلې ځلې وکړې او ‌‌‌‌‌‌ډېر ګټور ناولونه‌يې وليکل.”

احمدي چې په ۱۳۵۳ لمریز کال د غزني ولایت په قره‌باغ ولسوالۍ کې زېږېدلی، پرون‌یې د کرونا ویروس له کبله ومړ.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، ویاند صابر مومند د ځوان ناول او کیسه لیکونکي نصیر احمد احمدي مړینه د ادبیاتو په ډګر کې یوه لویه ضایعه وبلله.

ده وویل: “د ښاغلي احمدي مړینه د پښتو ادب او په ځانګړي ډول د ناول لیکنې په برخه کې یوه لویه ضایعه ده. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ارواښاد نصیر احمد احمدي د مړینې په تړاو د ده کورنۍ او دوستانو ته د جمیل صبر غوښتنه کوي.”

او همدارنګه د هېواد یوشمېر لیکوالانو او شاعرانو د ناول او کیسه لیکونکی نصیر احمد احمدي پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او هغه یې د پښتو ادب او په ځانګړي ډول د ناول لیکنې په برخه کې یوه لویه ضایعه بللې ده.

د نصیر احمد احمدي ۲۵ کتابونه چاپ شوي چې ۱۵یې ناولونه، نور یې لنډې کیسې یا د ادب پوهنې د نورو څانګو اړوند موضوعات دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...