Home » افغانستان » ولسمشرغني دپاکستان لومړي وزيرعمران خان ته د لوی اختر مبارکي ورکړې
رویداد خبري آژانس
ارشیف

ولسمشرغني دپاکستان لومړي وزيرعمران خان ته د لوی اختر مبارکي ورکړې

ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ  د پاکستان لومړي وزير عمران خان ته  زنګ وهلى  او هغه ته يې د اختر مبارکۍ تر څنګ په بېلا بېلو موضوعاتو ورسره خبرې کړې دي.

پاکستاني رسنۍ وايي، چې د پاکستان لومړي وزير عمران خان د ولسمشر غني سره په ټيليفوني خبرو کې د کورونا له امله په مړه شويو افغانانو خواشيني څرګنده کړې ده او هيله يې ښکاره کړې چې افغانستان به ډېر ژر کورونا ويروس کنټرول کړي.

په راپور کې ويل شوي، چې عمران خان ولسمشر غني ته د کورونا د مخنيوي او د اقتصاد د ښه والي په تړاو هم معلومات ورکړل او همدا راز د کورونا وبا پر وړاندې د پاکستان له هڅو يې هم خبر کړ.

همدا راز دواړو خواو د افغان سولې په تړاو هم خبرې کړې دي او عمران خان د افغان سولې په برخه کې د پاکستان د هڅو په اړه هم ښاغلي غني ته معلومات ورکړي.

په راپور کې ويل شوي، چې عمران خان وويل چې په افغانستان کې سوله د سيمې لپاره ډېره مهمه ده، د امريکا او طالبانو ترمنځ شوى تړون ډېر مهم دى او د سولې په برخه کې به پاکستان خپل مثبت کردار همداسې ترسره کړي.

په دغه ټيليفوني اړيکه کې دواړو لورو په سيمه ييزو او نړيوالو مسئلو هم خبرې کړې دي.

د يادولو وړ ده چې د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري د پاکستان لومړي وزير عمران خان ته د زنګ وهلو او ټيليفوني خبرو په اړه پاکستاني رسنيو راپورونه خپاره کړي دي، خو ارګ په دې تړاو تراوسه پورې څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده  چې ولسمشر غني د لوى اختر په ورځو کې د يو شمېر هېوادونو له مشرانو سره ټيليفوني خبرې کړې او هغوى ته يې د اختر مبارکي ورکړې وه، چې ارګ په دې اړه خبرپاڼه هم خپره کړې وه.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...