Home » سیمه او نړی » واشنګټن ډي سي ته نږدې یوه مسافر وړونکې الوتکه نسکوره شوه

واشنګټن ډي سي ته نږدې یوه مسافر وړونکې الوتکه نسکوره شوه

د هوايي چلند ادارې او سپینې ماڼۍ چارواکو رسنیو ته ویلي چې یوه کورنۍ مسافر وړونکې الوتکه د رونالډ ریګن واشنګټن هوایي ډګر ته نږدې له یوې نظامي چورلکې سره ټکر شوې او د پوټامیک سیند ته غورځېدلې ده.

د امریکن ایرلاینز شرکت تایید کړه چې په مسافر وړونکې الوتکه کې ۶۰ مسافر او څلور د عملې غړي سپاره وو. د امریکا پوځ دا هم ویلي چې په پوځي چورلکه کې درې سرتیري سپاره وو.

چارواکو ویلي چې د ژغورنې ډله د پېښې ځای ته رسیدلی او له هوایي ډګر ټولې الوتنې ځنډول شوي دي.

د ویلو ده چې د امریکن شرکت دا مسافر وړونکې الوتکه د ښکته کېدو پرمهال په هوا کې د بلک هاک هلیکوپتر سره ټکر شوې ده.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...