Home » افغانستان » واشنګټن پوسټ:پاکستان دې له دوه مخي چلند تېر شي او د افغان سولې په پروسه کې دې رښتینې همکاري وکړي
رویداد خبري آژانس

واشنګټن پوسټ:پاکستان دې له دوه مخي چلند تېر شي او د افغان سولې په پروسه کې دې رښتینې همکاري وکړي

واشنګټن پوسټ په یوه مقاله کې لیکلي دي په پاکستان کې د ترهګرو ډلو مرکزونه، خوندي پټنځایونه او روزنځایونه هغه څه دي چې پر موجودیت یې سترګې نه شي پټېدلی خو پاکستاني چارواکي یوازې د دروغو ژمنې کوي او نړیوالو ته ځان داسې ښيي چې ګواکي افغان سولې ته ژمن دي.

په مطلب کې راځي چې پاکستان په افغانستان کې ستراتيژيکې او اوږدمهاله ګټې لري نو ددغه ګټو د ترلاسه کولو لپاره له وسله والو ډلو ملاتړ کوي او د کورنیو چارو د وزیر وروستۍ څرګندونې یې ددې خبرو ښه ثبوت دی.

سرچینه کاږي پاکستان دې نور له دوه مخي چلند تېر شي او د افغانستان د سولې په پروسه کې دې رښتینې همکاري وکړي، څو سیمې ته دایمي سوله او ثبات راشي.

لیکوال خبرداری ورکړی چې که پاکستان د افغان جګړې په ختمولو کې همکاري و نه کړي نو ددې احتمال شته چې روانه جګړه د پاکستان لمنې ته هم ورسېږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...