Home » فرهنګی او ټولنیز » هنرمندان:د هغې سولې ملاتړ کوو چې اساسي حقونه خوندي کړي
رویداد خبري آژانس

هنرمندان:د هغې سولې ملاتړ کوو چې اساسي حقونه خوندي کړي

یو شمېر هنرمندان وايي، د هغې سولې ملاتړ کوي چې په هغې کې د افغانانو اساسي حقونه خوندي کېږي.

د اریانا سعید او وحید قاسمي په ګډون لسګونه هنرمندانو پرون شنبې په ورځ(د سلواغې۱۱مه نېټه) د ملي پخلاینې د عالي شورا له مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره په کتنه کې وویل چې د سولې د بریالیتوب لپاره د ټولنې د بېلابېلو پرګنو نظرونو او وړاندیزونو ته اړتیا ده.

د ملي پخلاینې عالي شورا په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې هنرمندان په ټولنه کې اغېز شیندونکي دي او د ټولنې په بدلون کې مهم رول لري.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ پوهان د ټولنیز عدالت تامین د پرمختګ او ثبات لامل ګڼي

  نن د فبرورۍ ۲۰مه ...