Home » افغانستان » هند کې ۳۰ افغانان د کرونا له امله مړه شوي
رویداد خبري آژانس

هند کې ۳۰ افغانان د کرونا له امله مړه شوي

په هندوستان کې د افغانستان سفارت چارواکي وایي، چې په دې هېواد کې د کرونا درېیمې څپې د پیلېدو سره هم‌مهاله په دې هېواد کې مېشت ۳۰ افغانان د کرونا ویروس له امله مړه شوي دي.

په هندوستان کې افغان سفیر فرید ماموندزي پرون دوشنبې په ورځ (د غویي ۶مه نېټه) له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې تراوسه ۳۰ افغانان په هند کې د کرونا ویروس له امله مړه شوي چې پکې د یو محصل په ګډون ۱۵ افغان مهاجرین او ۱۵ تنه اهل هنود او سیک افغانان شامل دي.

نوموړی زیاتوي، چې هند حکومت اجازه نه‌‌‌ورکوي د کرونا له امله د مړه شويو جسدونه نورو هېوادونو ته انتقال شي.

په هند کې افغان سفیر دغه راز له ټولو هېوادوالو غوښتي، چې د اړین کار نه درلودو په صورت کې دغه هېواد ته له سفر کولو ډډه وکړي.

په ورته مهال د افغانستان روغتیا وزارت هم د کرونا درېیمې څپې د کنټرول لپاره د یو شمېر بندیزونو طرحه د افغان حکومت رهبرۍ ته سپارلې ده.

په دغه طرحه کې د ایران او پاکستان پولو ته څېرمه پر تګ راتګ بندیز، له هند سره د پروازونو درول، شپني محدودیتونه لګول او د راټولېدنو مخنیوي طرحه شامله ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...