Home » افغانستان » هند: له نړيوالو ترهګرو سره د طالبانو د اړيکو دوام اندېښمنوونکی دی

هند: له نړيوالو ترهګرو سره د طالبانو د اړيکو دوام اندېښمنوونکی دی

په ملګرو ملتونو کې د هند دايمي استازی او له ترهګرۍ سره د دغه سازمان د مبارزې کميټې دوره‌يي مشر (ټي اس تيرامورتي) ادعا کړې چې له نړېوالو ترهګرو سره د طالبانو اړيکې اوس هم نه دي پرې شوي.

نوموړي پرون سې‌شنبه د (سلواغې په ۲۶مه) له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو کميټې په غونډه کې ويلي، د القاعده په شمول له لشکر طيبه او جيش محمد ډلو سره د طالبانو اړيکي لا هم دوام لري او له يادو ډلو سره د طالبانو اړيکې د ژورې اندېښنې وړ دي.

تيرامورتي زياته کړې، له يادو ډلو سره د طالبانو اړيکو ته په پام سره داسې انګېرل کېږي چې ښايي افغانستان يو وار بيا په سيمه کې د القاعده او نورو ترهګرو ډلو پر يوه خوندي پټنځي بدل شي.

اسلامي امارت په دې اړه د رويداد اړيکې ته ځواب نه دی ويلی. په ملګرو ملتونو کې د هند دايمي استازی داسې مهال دا اعا کوي چې اسلامي امارت له امريکا سره د دوحې په هوکړه کې منلې، چې له نورو ترهګرو ډلو سره به په بشپړه توګه اړيکې پرې کوي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...