هندي چارواکو خبرو ورکړی چې د بالېووډ سينما وتلي ستوري شاهرخ خان زوی ارين خان د دغه هېواد د نشهيي توکو د کنټرول ادارې له لوري نيول شوی دی.
د هندوستان ټايمز د راپور له مخې، نوموړی پرون يکشنبه د (تلې په ۱۱مه) په يوه کېښتۍ کې نيول شوی. په راپور کې د هندي چارواکو په حواله ويل شوي، په ياده کېښتۍ کې بېلابېل دول نشهيي توکي هم موندل شوي دي.
چارواکو ويلي چې له ارين خان سره يو ځای يې دوه تنه نور هم نيولي چې تر نيول کېدو وروسته د روغتيايي معايناتو لپاره روغتون ته لېږدول شوي او له روغتون ورو سته محکمې د ارين خان په اړه پرېکړه کړې چې د دوو ورځو لپاره دې په توقيف کې وساتل شي.
هندي چارواکو خبر ورکړی چې د يادې قضيې په تړاو يې څېړنې پيل کړې او ژر به يې پايلې هم په ډاګه کړي.