Home » افغانستان » هلمند کې د سرګلولې د چاودنې له امله د يوې کورنۍ ۷ غړي ټپيان شوي

هلمند کې د سرګلولې د چاودنې له امله د يوې کورنۍ ۷ غړي ټپيان شوي

د هلمند ځايي چارواکو خبر ورکړی چې په مارجې ولسوالۍ کې د يوې پخوانۍ سرګولولې د چاودنې له امله د يوې کورنۍ ګڼ غړي ټپيان شوي دي.

دوی زياته کړې چې ياده چاودنه نن له غرمې وړاندې په يوه کور کې شوې ده او له امله يې د همدې کورنۍ ۷ تنه ټپيان شوي.

ځايي چارواکو ويلي چې ياده سرګلوله د تېرو جګړو په ترڅ کې ناچاوده پاتې شوې وه او نن يې د يوې کورنۍ د غړو په منځ کې چاودنه کړې ده.

پرون د فارياب په ميمنې ښار کې هم د ورته يوې چاودنې په ترڅ کې دوه تنه ماشومان ټپيان شوي وو. د فارياب چارواکو ويلي وو چې د يادو دوو ماشومانو له ډلې د يوه هغه روغتيايي وضعه نازکه ده.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...