د هلمند والي وايي لښکرګاه ښار ته نېژدې د نهو ورځو راپدیخوا د پیل شوې جګړې له امله تر دې دمه ۳۰۰ وسلوال طالبان وژل شوي دي.
د هلمند والي جنرال یاسین خان په سیمه کې خبریالانو ته ویلي د هلمند په جګړه کې طالبانو ته درانه تلفات اوښتي دي. یاسین خان دا هم وویل چې په جګړه کې ۳۰ تنه امنیتي سرتیرو ته مرګ ژوبله او ۷ تنه نور ملکي خلک وژل شوي هم دي.
یوه امنیتي سرچینه رسنیو ته ویلي د څو ورځو راهیسې په ناوې ولسوالۍ کې جګړه بیا توده شوې چې ۸ امنیتي پوستې هم سقوط کړي دي.
په هلمند ولایت کې د جګړې له پیله تر دې دمه د دغه ولایت مرکز لښکرګاه ښار او تر څنګ يې د نادعلي، ګرشک او ناوې ولسوالیو مرکزونه د وسله والو تر محاصرې لاندې دي او لويې لارې سقوط دي.
په هلمند ولایت کې د جګړو له امله ډیری کورنۍ نورو ولسوالیو ته کډوال شوي چې له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.