تېره ورځ د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې پر یوه ټونس ډوله شخصي موټر باندي د سړک غاړې ماین چادونه شوې، چې له امله یې ۷ تنه ملکي وګړي وژل شوي او یو کس پکې ټپي شوی. د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ په خبر پاڼه کې راغلي، چې د ټونس ډوله سورلۍ د لامبو لپاره سیند ته وران و، چې پرځای شوي ماین برابر شوي.
