Home » افغانستان » نړیوال بانک ویلي د افغانستان د صادراتو کچه کمه شوې

نړیوال بانک ویلي د افغانستان د صادراتو کچه کمه شوې

نړیوال بانک وایې چې د افغانستان د صادراتو کچه د روان ۲۰۲۴ م کال له جنوري تر سپتمبر میاشتې پورې د تېرکال همدې مودې په پرتله ۱۴ په سلو کې کم شوې دي.
یاد بانک(چهارشنبه، دلړم۳۰مه)د یو راپور په خپرولو سره ویلی د افغانستان د صادراتو د کچې کمېدو لامل د پاکستان له لورې د افغانستان پر مېوو او زراعتي محصولاتو د مالیاتو زیاتېدل یاد کړي دي.
د نړیوال بانک له لوري د خپرو شویو مالوماتو پر بنسټ د کال له پیله تر سپتمبر پورې د افغانستان صادرات دوه نوي اعشاریه پنځه میلیونه ډالرو ته رسیږي.
په همدې حال کې د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویلي چې، د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې پاکستان ته د افغانستان صادرات لس په سلو کې کم شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان سوداګر هم شکایت کوي چې، د پاکستان له لوري یې پر تازه مېوو او نورو افغاني تولیداتو مالیه د پخوا په پرتله څو چنده لوړه شوې چې له کبله یې افغان سوداګرو مالي زیان لیدلی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې ...