Home » افغانستان » نړيوال بانک: په افغانستان کې ۷۰ سلنه کسان خپلو کورنيو ته د ډوډۍ په رسولو کې ستونزه لري

نړيوال بانک: په افغانستان کې ۷۰ سلنه کسان خپلو کورنيو ته د ډوډۍ په رسولو کې ستونزه لري

نړيوالو بانک د يوې هغې ترسره شوې څېړنې پايلې خپرې کړې چې په افغانستان کې د موجوده اقتصادي وضعيت او لوږې کچې د مالومولو په موخه يې کړې ده.

د دغه بانک موندنې ښيي چې دامهال په افغانستان کې ۷۰ سلنه هغه کسان چې د کورنيو سرپرستي يې په غاړه ده، خپلو کورنيو ته د ډوډۍ او نورو اړينو توکو په پيدا کولو کې له ستونزو سره مخ دي.

د نړيوال بانک د راپور له مخې، په ستونزو کې د ګېرو افغانانو دا شمېره په تېر ۲۰۲۱ زېږديز کال کې د طالبانو له واکمنېدو وړاندې ۳۵ سنله وه.

په راپور کې ويل شوي چې د اقتصادي ستونزو له امله ۸۵ سلنه کورنيو د خپل خوراک په کيفيت کې بدلون راوستی، په داسې حال کې چې دغه کچه تېر کال ۵۳سنله وه. د راپور له مخې اوس مهال افغانان تر ډېره هغه خواړه کاروي چې بيه يې ټيټه وي.

نړيوال بانک په افغانستان کې د تېر نظام له سقوط وروسته د اسلامي امارت واک ته رسېدل او دغه راز د بې کارۍ کچۍ زياتوالی د اقتصادي ستونزو د رامنځته کېدو عمده لامل بللی او ټينګار يې کړی چې د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې بايد اساسي پلانونه تطبيق شي.

له دې وړاندې د خوړو نړيوال سازمان خبر ورکړی و، چې په افغانستان کې د له ۲ ميليونه زيات ماشومان کافي خوړو ته د نه لاسرسي له امله پر خوارځواکۍ اخته دي.

دې سازمان له نړيوالو غوښتي چې په افغانستان کې د لوږې له امله د ماشومان وضعيت له يوه جدي خطر سره مخ کېدونکی دی او په همدې موخه دې د افغانستان بشري وضعيت ته پاملرنه زياته کړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...