Home » افغانستان » نړيوال بانک: د افغانستان اوسنی وضعيت ښايي د منځنۍ اسيا پر اقتصاد اغېز وکړي

نړيوال بانک: د افغانستان اوسنی وضعيت ښايي د منځنۍ اسيا پر اقتصاد اغېز وکړي

نړيوال بانک په يوه تازه اقتصادي راپور کې چې نن چهارشنبه د (تلې په ۱۴مه) يې خپور کړی ويلي، ډېر احتمال شته چې په افغانستان کې روان مبهم امنيتي او اقتصادي وضعيت د منځنۍ اسيا هېوادونو پر اقتصاد هم اغېز وکړي.

په راپور کې زياته شوې دا اندېښنې له دې کبله دي چې په افغانستان کې د وروستيو تحوولاتو له امله وضعيت مبهم دی او ممکن له دې هېواد څخه د امنيتي ګواښونو په اړه پر اندېښنو سربېره، د کډوالۍ څپه هم پورته شي.

د نړيوال بانک د راپور له مخې، په منځنۍ اسيا کې د لوی هېواد په توګه يوازې د قزاقستان اقتصادي وده اوس‌مهال ۳.۵ سلنه ده او ممکن دغه کچه ۳.۷ سلنې ته پورته شي.

په راپور کې زياته شوې چې د منځنۍ اسيا هېوادونو اقتصادي وده په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ زېږديزو کلونو کې له انفلاسيون سره سره چې له امله يې د توکو بيې لوړې شوي، ښايي په سلو کې ۴.۳ سلنه وي.

دا په داسې حال کې ده چې دامهال افغانستان له سياسي او اقتصادي پلوه په تر ټولو بد وضعيت کې دی او له همدې امله د لوږې کچه په شدت سره پورته شوې ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...