حکومتي چارواکو خبر ورکړی چې نيسا مبازر د سرپرست حکومت له لوري د بدخشان لپاره د ښځو په چارو کې د حکومت استازې په توګه ټاکل شوې ده.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس معزالدين احمدي وايي، چې حکومت د ميرمن مبارز په ګمارلو سره په نوموړي ولايت کې د ښځو لپاره يو مالوم ادرس رامنځته کړ. څو د احمدي په خبره د بدخشان ښځې وکولی شي، دې ادرس ته په مراجعې کولو سره خپلې ستونزې له سيمهييزو چارواکو او د حکومت له رهبرۍ سره شريکې کړي.
نوموړي دا هم ويلي، چې افغان ميرمنې د حکومت په ټولو برخو کې اسلامي ارزښتونو ته په پام سره کار او دندې ترسره کولی شي.
په همدې حال کې د بدخشان اوسېدونکو هم د ښځو په چارو کې د ځانګړې استازې په توګه د نيسا مبارز ګمارنه ستايي او زياتوي چې له دې سره به د ښځو پر وړاندې په پرتو ستونزو کې کموالی راشي.
دا لومړی ځل دی چې اسلامي امارت په افغانستان کې د واک له نيولو وروسته، له روغتيايي سکټور پرته د حکومت په چوکاټ کې يوه ميرمن د حکومتي استازې په توګه ګماري.