Home » اقتصادی » ننګرهار کې ښځو ته د کرنې په موخه ځمکې په اجاره ورکول کیږي
رویداد خبري آژانس

ننګرهار کې ښځو ته د کرنې په موخه ځمکې په اجاره ورکول کیږي

ننګرهار کې مېرمنو ته د کرنيزو فعاليتونو په موخه ځمکې په اجاره ورکول کيږي.

د ننګرهار د رسنیو دفتر یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ددې ولایت د وادې کرنيز شرکت رئيس عبدالقهار حيدري مېرمنو سره د يوې ناستې پر مهال وويل، چې ټاکل شوې مېرمنو ته د کرنيزو فعاليتونو په موخه ځمکې په اجاره ورکړي.

نوموړی وايي، چې دا چاره د مېرمنو اقتصادي پرمختګ په موخه تر سره کيږي.

د رسنیو دفتر لیکلي؛ د مېرمنو په استازۍ د کيږدۍ مدني ټولنې مشرې بسمينې احمدزۍ ډاډ څرګند کړ، چې د کانال پرمختګ په موخه به مېرمنې فعاله ونډه واخلي.

سرچینې ویلي؛ بله لور ته د يادې ادارې له لوري څلور ګونو فارمونو کې د بڼوالۍ او کرنيزو فعاليتونو په موخه د ځمکو د اجارې ورکړې چارې په منظم ډول روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې له څو کلونو راهیسې په افغانستان د ښځو پر اقتصادي پیاوړتیا او ځان بساینې کار روان دی. خو له دې سره سره پر مرستندوینه ادارو او حکومت نیوکه کیږي چې په منظم ډول سره یې د ښځو اقتصادي پیاوړتیا لپاره مهم پروګرامونه په ښه ډول عملي نه کړای شول.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...