په ننګرهار ولایت کې دا بندونه به د اوبو مدیریت او د سیلابونو د مهارولو په موخه جوړیږي.
د لسو بندونو پروژې چارې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا پلې کيږي.
د یادو بندونو قراردادونه په داسې مهال کې لاسلیک شول چې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې کارکونکي او په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازو عبدالروف شپون، عبدالکریم کریمي او ارین یون هم ګډون درلود.
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازو عبدالرؤف شپون او ارین يون د اوبو د تنظیم چارو ملي ادارې د فعالیتونو قدرداني وکړه او له قراردادي شرکتونو څخه یې وغوښتل چې پروژې په غوره کیفیت او په خپل وخت تطبیق کړي.