ننګرهار په دولتي ادارو کې په عادي ډول ماموريت پيل شو.
د ننګرهار ولایتي ادارې په خپره کړې خبرپانه کې ويلي په هېواد کې د کرونا ويروس د پېښو کمېدو وروسته د مرکزي ادارې د پرېکړې سره سم د ننګرهار ولايت په دولتي ادارو کې چارې په عادې ډول بيرته پيل شوې.
د پرېکړې له مخې، په مرکز او ولایتونو کې د ملکي خدمتونو ټول کارکوونکي به د تېر په څېر د سهار له اتو څخه د مازديګر تر څلور بجو پورې په دندو کې شتون لري.
همدا راز د پنجشنبې په ورځ به د سهار له اتو څخه د ماسپښين تر يوې بجې پورې مامورين دنده تر سره کوي.وروسته له دې ادارې مکلفې دي، چې کار کوونکو ته پاک کاري چاپېريال او وقايوي سهولتونه رامنځته کړي.
55