Home » سپورټ » نسیم الله دانش: د کرکټ په اداره او رهبرۍ کې سمون او بدلون رانه شي، د بېرته جوړېدو څخه به ولوېږي
رویداد خبري آژانس

نسیم الله دانش: د کرکټ په اداره او رهبرۍ کې سمون او بدلون رانه شي، د بېرته جوړېدو څخه به ولوېږي

د افغانستان کرکټ بورډ مخکېنی رييس نسيم الله دانش د کرکټ تخنيکي کسانو او له ملي لوبغاړو څخه غوښتي چې د کرکټ اوسني حالت ته په کتلو دې خپل غږ پورته کړي.

نسيم الله دانش وايي، که د کرکټ په اداره او رهبرۍ کې سمون او بدلون رانه شي، د بېرته جوړېدو څخه به ولوېږي.

نوموړى چې د کرکټ بورډ عمومي رييس هم پاتې شوى دى، په خپله فېسبوک پاڼه کې يې د کرکټ په اړه پوسټونه کړي دي او د ملي لوبغاړو څخه يې د غږ پورته کولو غوښتنه کړې ده.

نوموړي ليکي:”د افغانسان د کرکټ تخنيکي ملګرو او ملي لوبغاړو څخه هيله کوم او پرې غږ کوم چې د کرکټ اوسني حالت ته په کتو خپل غږ پورته کړي، ځکه دوى هم د کرکټ په پرمختګ کې مهم رول لرلى دى.”

ښاغلی دانش زیاتوي :” د شخصي ګټو او وظيفو په ځاى دې د ملت خوشالۍ ته وګوري. باور وکړئ که له دې حالت څخه هم کرکټ خراب شو، بيا يې جوړول مشکل دي. خپل مسوليت بايد هر يو ادا کړي، کنه بيا به تاسو هم ګرم وبلل شئ.”

رویداد خبري آژانس

نسيم الله دانش په خپله پاڼه لیکلي:” که کرکټ اداره او رهبري کې سمون او بدلون رانه شي، د بېرته جوړېدو څخه به ولوېږي. دې ځاى ته په اسانه نه دى رسېدلى، دولت دې د عادي ادارې په سترګه نه ګوري او نه دې هم غېر مسلکي او مفسدينو ته په سهم کې ورکوي. همدا يوه خوشالي دې هېوادوالو ته پرېږدي.”

د يادولو وړ ده چې په دې وروستيو کې په کرکټ بورډ او د کرکټ بورډ په مشرتابه نيوکې زياتې شوې دي. تر ډېره پورې ويل کېږي، چې د کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزى په خپل کاروبار کې مصروفه وي او د کرکټ اداره يې يو څو کسانو ته سپارلې ده، چې هغه پيراشوټي په کرکټ بورډ کې مقرر کړي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...