Home » افغانستان » نبيل: ملا برادر او ملا يعقوب روسيې ته پټ سفرونه کړي

نبيل: ملا برادر او ملا يعقوب روسيې ته پټ سفرونه کړي

د ملي امنيت پخواني رئيس رحمت‌الله نبيل ادعا کړې چې ناروې ته د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي په مشرۍ د پلاوي له تګ سره، د ملي دفاع سرپرست وزير ملا يعقوب هم په وروستيو کې روسيې ته پټ سفر کړی دی.

نوموړي په دې اړه پرون يک‌شنبه ناوخت د (سلواغې په ۳مه) خپل ټوېټر کې لېکلي، ناروې ته د طالب پلاوي له سفر سره سم د رئيس الوزرا لومړی مرستيال عبدالغني برادر هم په يوه نااعلان شوي سفر روسيې ته تللی او اوس هم په دغه هېواد کې دی.

د ملي امنيت پخواني رئيس رحمت‌الله نبيل روسيې ته د ملا يعقوب د او ملا برادر د سفرونو موخه نه ده واضېح کړې. اسلامي امارت هم تر اوسه د نوموړي دې څرګنده په اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي په مشرۍ پلاوی د امريکا، د يو شمېر اروپايي هېوادونو او دغه راز د افغانستان مدني ټولنو له استازو سره د بحث لپاره پر درې ورځني سفر ناروې ته تللی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...