د ناټو سازمان اعلان کړی چې په يوه اوونۍ کې دننه به د دغه سازمان غړو هېوادونو بهرنيو چارو وزيران د اوکراين اوسني وضعیت ارزونې په موخه سره جرګه شي.
د ناټو سازمان په وينا، ټاکل شوې دا غونډه په انلاين ډول ترسره شي او په کې به د هغو تهديدونو ارزونه وشي، چې د نوموړي سازمان په خبره له اوکراين سره پر پوله د روسي ځواکونو له لوري رامنځته شوی.
ناټو دا هم ويلي، چې د بهرنيو چارو وزيرانو په دې غونډه کې به د يادو تهديدونو د کمولو په موخه اړين تدابېر هم په ګوته شي.
دا په داسې حال کې ده چې د اروپايي ټولنې د بهرني سياست مشر جوزېف بوريل د اوکراين وضعيت د اروزنې په موخه دې هېواد ته تللی دی.