Home » افغانستان » ناټو: تر هغو چې وضعیت سم نه شي له افغانستانه نه وځو
رویداد خبري آژانس
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

ناټو: تر هغو چې وضعیت سم نه شي له افغانستانه نه وځو

ناټو وایي د شرایطو تر برابرېدو به یې سرتېري په افغانستان کې وي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د ناټو ددفاع وزیرانو د غونډې په درشل کې خبریالانو ته ویلي، دوی اجازه نه ورکوي چې افغانستان شل کاله مخکې وضعیت ته ستون شي.

د سټولټنبرګ په خبره د ناټو ملګري ټول په یوه خوله دي چې په افغانستان کې به د شرایطو تر سمېدو پورې خپل نظامي حضور ته ادامه ورکوي.

نوموړي ټینګار کړی چې د سولې له هوکړې ملاتړ کوي خو ددې هوکړې تر ټولو مهمه غوښتنه د جګړو پای ته رسول او تاوتریخوالی کمول دي چې طالبان یې باید عملي کړي.

ینس سټولټنبرګ ټینګار کړی چې افغانستان به بیا د ترهګرو پر ځاله نه بدلېږي او ناټو سرتېري به هم تر هغه له دې هېواد نه وځي چې د ترهګرۍ خطرونه ختم شوي نه وي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...