د ناټو عمومي منشي ینس سټولنټبرګ وایي د دې سازمان په سرمشریزه کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ پر افغانستان هم بحث کېړي.
سټولټنبرګ پرون په بروکسل کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال له افغان ځواکونو سره د دغه پوځي تړون د ملاتړ ډاډ ورکړ: “موږ به دغه راز د افغانستان په اړه بحث وکړو. زموږ پوځي حضور پای ته رسیږي خو د افغانستان له امنیتي ځواکونو او خلکو به زموږ ملاتړ دوام ومومي.”
د ناټو سرمشریزه دوشنبې په ورځ د جون په ۱۴مه جوړېږي.
دوی د افغان ځواکونو د ملاتړ خبره داسې مهال کوي چې د سېپتمبر تر ۱۱ مې ټول بهرني سرتیري له افغانستانه وځي او هم مهاله ورسره جګړه هم توده شوې ده.