روېټرز خبري اژانس خبر ورکړی چې د نايجېريا په سوېل ختيځ کې ناڅرګندو وسلهوالو ۸ کلي محاصره کړي او د محاصرې پرمهال يې د يادو کليو ۳۰ تنه اوسېدونکي وژلي دي.
په راپور کې ويل شوي چې دا پېښه د نايجېريا په زمفرا ايالت کې رامنځته شوې ده. ورېټرز د عيني شاهدانو په حواله زيات کړې، وسلهوالو لومړۍ ۸ کلي محاصره کړل او په دې جريان کې يې بيا ځيني ځايي اوسېدونکي په ډزو ووژل.
سيمهييزو چارواکو هم د ملکي کسانو د وژنې دا پېښه تائيد کړې خو د په دې اړه يې نور جزيات نه دي ورکړي. په نايجېريا کې له ۲۰۲۰ زېږديز کال را په دېخوا د ملکيانو ډلهييزې وژنې او تښتول زيات شوي دي.
د يادو ورته اکثره پېښو مسووليت په نايجېريا کې د فعالې بوکوحرام وسلهوالې ډلې له لوري په غاړه اخيستل شوی دی.