د ناروې د دفاع وزیر غوښتي هېواد یې له اوکراین څخه وروسته د روسیې پر وړاندې د احتمالي مقابلې لپاره چمتووالی ونیسي.
د نووسټي خبري اژانس د راپور له مخې، د ناروې د دفاع وزیر «بیورن اریولډګرام» ویلي چې هېواد به یې له اوکراین څخه وروسته له روسیې سره د احتمالي مقابلې لپاره تیاری ونیسي.
د ناروې دفاع وزیر وویل: “ناروې او دفاعي ځواکونه یې باید د احتمالي جګړې لپاره تیار شي، موږ باید پر وخت او د خپلو شریکانو په مرسته هغوی ته ځواب ورکړو .”
د نوموړي په وینا، روسیه په «غچ اخیستونکي برید» غواړي له ناټو سره د فنلنډ او سویډن د یوځای کېدلو غچ واخلي.
نوموړي ادعا کړې چې احتمال شته چې روسیه له ناټو سره د فنلنډ او سویډن د یوځای کېدلو پر وړاندې د غچ اخیستلو اقدام وکړي.
بلخوا یو شمېر نورو هېوادونو هم په دې برخه کې خبرداری ورکړی دی.
د ناروې د دفاع وزیر خپلو مخاطب نظامیانو ته ویلي چې د اوکراین له جګړې وروسته روسیه په بل پړاو کې د یو ګواښ په توګه شته.
بلخوا د المان د دفاع وزیر، بوریس پیسټوریوس هم خبرداری ورکړی و چې روسیه به له پنځو تر اتو راتلونکو کلونو پورې د ناټو په یو غړي هېواد برید وکړي.
د ویلو ده د پولنډ د ملي امنیت رییس «یاچک سیویرا» په تېر دسمبر کې له ډزینیک ورځپاڼې سره په مرکه کې اټکل کړی و چې روسیه ښايي په راتلونکو دریو کلونو کې د ناټو په هېوادونو برید وکړي.