Home » افغانستان » نادري:د بین الافغاني خبرو کې ځنډ به د خلکو شکونه لا ډېر کړې
رویداد خبري آژانس
د افغان حکومت د مذاکراتي ټیم غړی نادر نادري

نادري:د بین الافغاني خبرو کې ځنډ به د خلکو شکونه لا ډېر کړې

د افغان حکومت د مذاکراتي ټیم غړی نادر نادري وايي، په قطر کې د سولې په خبرو کې ځنډ شکونه ولاړوي چې ایا مقابل لوری د جګړې، که سولې اراده لري.

نادري تیره شپه له ملي ټلویزیون سره په مرکه کې وویل، اوس چې دومره وخت تېرېږي او پر اصلي مسایلو په مذاکرو کې پرمختګ نشته، نو واقعاً دا شک ولاړوي چې هاخوا د جګړې اراده لري، که د سولې.

نوموړي وویل چې دوی به هڅه وکړي چې په راروانو مذاکرو کې تر ډېره په افغانستان کې د اوربند پر ټینګښت بحث وکړي، ځکه اوربند او په افغانستان کې د جګړې بندېدل د اکثرو افغانانو غوښتنه ده.

په قطر کې د طالبانو او افغان دولت مذاکره کوونکو ټیمونو د تماس ډلو تر یوې میاشتې ځنډ وروسته تېره دوشنبه په خپلو کې غونډه وکړه.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...