په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو قوماندان وايي، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لاسته راوړنې به له لاسه ونه وځي.
جنرال سکاټ مېلر پرون شنبه(د کب ۹مه نېټه) په یوه ویډیويي پیغام کې افغان ځواکونو ته د دوی د ملي ورځې د مبارکۍ په پيغام کې کړې ده.
نوموړي وویل: “زه غواړم ستاسې له هغو هڅو مننه وکړم چې د افغانستان اسلامي جمهوریت لپاره او په تېره بیا د افغانستان د خلکو لپاره یې کوی، ستاسې قربانۍ به له لاسه ونه وځي، د هېواد شاوخوا ته د سفر پر مهال اکثره اورم چې خلک پر تاسو څومره ویاړ کوي.”
په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان ویلي، دوی به د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي.
پرون د کب پر نهمه د کابل په ګډون د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د سرتیري ملي ورځ ولمانځل شوه.