د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون چې پرون دوشنبه د (سلواغې په ۱۸مه) مسکو ته رسېدلی وايي، د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره يې د اوکراين په اړه مفصل بحث او خبرې کړي دي.
نوموړي زياته کړې، ولسمشر پوتين ته يې ويلي چې د داسې يو څه د موندلو په هڅه کې دی، څو له مخې يې د روسيې ا و اوکراين ترمنځ د جګړې پېښېدو پر ځای باور رامنځته شي.
له دې سره د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين وايي، فرانسه او په ځانګړې توګه ولسمشر مکرون د کړکيچ د له منځه وړلو له لارې په اورپا کې د امنيت ټينګښت لپاره ډېره هڅه کوي.
ټاکل شوې چې نن سېشنبه د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون له مسکو څخه کيف ته روان شي او دغلته به د اوکراين له ولسمشر ولاديمير زيلينسکي سره هم د کړکيچ کمولو په اړه خبرې وکړي.