Home » سیمه او نړی » مکرون: روسيه به پر اوکراين د بريد له امله لوړه بيه پرې کړي

مکرون: روسيه به پر اوکراين د بريد له امله لوړه بيه پرې کړي

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون خبرداری ورکړی چې پر اوکراين د بريد په صورت کې به روسيه د خپل دې عمل لوړه بيه پرې کړي.

نوموړي پرون سې‌شنبه د (سلواغې په ۵مه) په برلېن کې د جرمني له لومړي وزير اولاف شولز سره په ګډ خبري کنفرانس کې ويلي، فرانسه او جرمني هېڅکله هم د مذاکراتو مخالفت نه دي کړی؛ خو په خبره که روسيه زور وکاروي او پر اوکراين بريد وکړي، نو له ناوړه پايلو سره به مخ شي.

په دې خبري کنفرانس کې د جرمني لومړي وزير شولز هم ټينګار کړی چې روسيه دې پر اوکراين د بريد په اړه د اندېښنو راکمولو په موخه جدي اقدامات وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې امريکا او برېتانيې پر اوکراين د روسيې احتمالي بريد له امله، په کيف کې د خپلو سفارتونو کارکوونکي کم کړي او خپلو وګړو ته يې له دې هېوادو د وتلو سپارښتنه هم کړې ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...