د مومندو په ساپو تحصیل کې د مرمرو کاڼو د یوه غر ښوېدو په پېښه کې د مړو شمېر ۲۳ تنو ته ورسېد، د چارواکو په وینا ښايي درې تنه نور هم تر کنډکپرو لاندې وي چې د موندلو او رااېستلو لپاره یې هلې ځلې روانې دي.
په وروستیو رااېستل شویو کسانو کې یو هم تلاوت شاه وو چې مړی یې د اکرب ډاګ یکه غونډ کې نن خاورو ته وسپارل شو. په دې پېښه کښې د مومن خان نومي تن دوه زامن عطاالله او ظفر لا هم ورک دي.
په بیړنيو حالاتو کې د مرستو حکومتي ادارې ریسکیو ۱۱۲۲ چارواکو نن رسنیو ته وویل چې پرون یې درې مړي له ملبې رااېستلي او دا چې زیاتري مړه او ژوبل کسان د مومندو زیارت سیمې اوسېدونکي ول.
د روانې میاشتې په اوومه نېټه د بره مومندو ساپو تحصیل په زیارت سیمه کې د سنګ مرمرو دوه کانونه وښوېدل چې تر اوسه ترې شپږ کسان په ژوبل حالت کې راویستل شوي او د نورو لږ تر لږه پنځو کسانو د لټون چارې دوام لري.
صوبايي حکومت په دې پېښه د مړي په سر د پنځه لاکه او د ژوبل په سر د یو لاک روپو د مرستې اعلان کړي دي.