وروسته له هغې چې د اسلامي امارت ځواکونو په کابل کې د اريانا نيوز دوه تنه خبريالان ونيول، ورسره جوخت نن سېشنبه د (سلواغې په ۱۲مه۹ ملګرو ملتونو په افغانستان کې د رسنيو او بيان ازادۍ په اړه اندېښنه ښودلې ده.
دې سازمان په خپل ټوېټر کې په دې اړه ويلي، طالبان بايد د خلکو حقونو ته د درناوي لرلو ترڅنګ دا هم وضيح کړي چې ياد خبريالان (اسلم حجاب او وارث حسرت) يې ولې نيولي؟
په ورته وخت کې ملګرو ملتونو پر اسلامي امارت غږ کړی، چې د هغو دوو ښځينه فعالانو په اړه دې هم وضاحت ورکړي، چې دوې اوونۍ وړاندې بې درکه شوي دي.
په همدې حال کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفير هم د رسنيو او بيا ازادۍ د وضعيت په اړه اندېښنه ښودلې او اسلامي امارت ته يې په خطاب کې ويلي، په داسې حال کې طالب چارواکي د عدالت او ښې حکومتولۍ ادعا کوي، ولې د حکومتولۍ، د روڼوالي پياوړتيا او عدالت په موخه د خبريالانو کار ته درناوی نه کوي؟