Home » افغانستان » ملګري ملتونه: نړيوال ډونران له افغانستان سره مرستو ته هڅوو

ملګري ملتونه: نړيوال ډونران له افغانستان سره مرستو ته هڅوو

په افغانستان د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دېبورا لاينز وايي، دغه سازمان هڅه کوي چې د بنديزونو د لرې کولو او افغانستان ته د مرستو جلبولو په موخه له ډونرانو سره خبرې وکړي.

لاينز چې نن چهارشنبه د (مرغومي ۲۹مه) يې د افغانستان د اقتصادي ستونزو هواري په يوه ورځني کنفرانس کې خبرې کولې وويل، دامهال په افغانستان کې اقتصادي وضعيت د بل هر وخت په پرتله په ناسم حالت کې دی او زياتوي، تمه ده چې د افغانستان اقتصاد ستونزې په نږدې راتلونکي کې ۲۰ سلنه راکمې شي. نوموړې وايي، وضعيت ته په پام سره د دولت عوايد ټولو برخو ته بسنه نه کوي او اړتيا ده چې بهرنۍ مرستې وشي.

دېبورا لاينز زياته کړه، هغه لاسته راوړنې چې په تېرو ۲۰ کلونو کې ترلاسه شوې وې، ځيني يې له منځه تللي او له امله يې ډېرې برخې زيانمنې شوي. د نوموړې په خبره د يادو زيانمنو برخو له ډلې يوه هغه يې ماشومان دي.

نوموړې ډاډ ورکړ، چې ملګري ملتونو په افغانستان کې د اقتصادي وضعيت د ښه‌والي لپاره هر راز اصولي هڅو ته چمتوو ته دي او زياتوي چې په همدې موخه غواړي د بانکونه د فعالولو په موخه له مالي پلوه د افغانستان بانکونه تمويل کړي.

ميرمن لاينز زياته کړه چې له بانکونو سره پر نغدي مرستو سربېره به ډونران هم وهڅوي څو له بشري مرستو ور ها خوا نورې پراخې مرستې هم چې د ښوونکو او ډاکټرانو د معاشونو ورکړه په کې شامله ده، وکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...